افغان غږ خبری آژانس – کابل: د اسلامي امارت د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت نن (دوشنبه د ثور ۱۰مه) په خپله ویب پاڼه کې لیکلي چې دغه شمیر کډوال د ثور په اتمه او نهمه نیټه هیواد ته د اسلام قلعه پولې له لاری داخل شوي دي.
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، له دغو کډوالو څخه ځینې یې په خپله خوښه او نور یې په زور ایستل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د کډوالو چارو وزارت له ایران څخه هېواد ته د زرګونو افغان کډوالو د راستنېدو اعلان وکړ.
د يادونې وړ ده، چې له ايران او پاکستان څخه د افغان کډوالو په خپله خوښه او جبري راستنېدلو لړۍ روانه ده.