کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

له ایران څخه شاوخوا څلور زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي

10 ثور 1403 ساعت 13:21

د سرپرست حکومت د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې په تیرو دوو ورځو کې په ایران کې میشت ۳ زره او ۹۴۳ افغان کډوال په خپله خوښه او جبري توګه هیواد ته راستانه شوي دي.


آوا – کابل: د اسلامي امارت د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت نن (دوشنبه د ثور ۱۰مه) په خپله ویب پاڼه کې لیکلي چې دغه شمیر کډوال د ثور په اتمه او نهمه نیټه هیواد ته د اسلام قلعه پولې له لاری داخل شوي دي. 
 
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، له دغو کډوالو څخه ځینې یې په خپله خوښه او نور یې په زور ایستل شوي دي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د کډوالو چارو وزارت له ایران څخه هېواد ته د زرګونو افغان کډوالو د راستنېدو اعلان وکړ.
 
د يادونې وړ ده، چې له ايران او پاکستان څخه د افغان کډوالو په خپله خوښه او جبري راستنېدلو لړۍ روانه ده.


د مطلب کود: 289577

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/289577/له-ایران-څخه-شاوخوا-څلور-زره-افغان-کډوال-هېواد-ته-راستانه-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com