افغان غږ خبری آژانس - مزار شریف: د بدخشان ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رئیس مولوي محمد اکرم اکبري په دغه ولایت کې د سیلابونو او سختو بارانونو له امله د اوښتو زیانونو په اړه وویل چې د تېرو څو ورځو سختو بارانونو او سیلابونو ورځې د خلکو کورونو او کروندو ته لوی زیانونه اړولي او دې طبیعي پیښو خلک په بحراني حالت کې اچولي دي.
هغه زياته کړه: "د استوګنې د کورونو، کرنيزو ځمکو، باغونو، استنادي دېوالونو، د برېښنا مزي او د اوبو د کانالونو ويجاړول د دغو زيانونو له ډلې څخه دي چې د سيلابونو له امله رامنځته شوي او دغه طبيعي پېښې په تيشکان ولسوالۍ کې رامنځته شوې دي."
مولوي اکبري وويل چې د تيشکان ولسوالۍ زيانمنې شوې سيمې او قربانيان مرستې او همکارۍ ته اړتيا لري.
نوموړي زياته کړه، چې د څو کليو مواصلاتي لارې ويجاړې شوې او بندې شوې او هڅه کوو، چې د زيانمن شويو کسانو د حالت د هواري په موخه عاجل اقدامات وکړو.
باید وویل شي، چې د رسمي راپورونو له مخې په دې وروستیو کې د بدخشان ولایت په واخان، زیباک او اشکاشم ولسوالیو کې سخته واوره ورېدلې او د دغو ولسوالیو اوسېدونکي همکارۍ او مرستې ته اړتیا لري.