افغان غږ خبری آژانس - کابل: د هوا پېژندنې ادارې نن (شنبه، د ثور ۸مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره سبا (یکشنبه د ثور ۹مه) د واورې او باران او سیلابونو وړاندوینه کړې ده.
د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې په بېلابېلو ځایونو کې د اورښت اندازه له ۱۵ تر ۵۰ ملي مترو پورې اټکل کړې ده.
دغه راز د هېواد په شمال، شمال لوېديځ، سوېل لوېديځ، سوېل لوېديځ او په مرکز کې په يو ساعت کې د ٢٠ او ٨٠ کيلومترو په سرعت سره د قوي بادونو د راتلو د احتمال خبر ورکړى دى.
په وروستیو ورځو کې د هېواد بېلابېل ولایتونه د بارانونو او سیلابونو شاهدان دي.
د يادونې وړ ده، چې دغو سېلابونو د خلکو د کورونو او کرنيزو ځمکو د ويجاړولو ترڅنګ ځاني زيانونه هم اړولي دي.