دخپریدو نیټه :شنبه ۸ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۳:۳۷
د مطلب کود : 289453
په بادغیس کې د سیلابونو له امله یو سړی او یو ماشوم مړه شوي
د بادغیس ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په جوند ولسوالۍ کې سېلابونو یو سړی او یو ماشوم وژلي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د سیمه ییزو چارواکو په وینا، دغه کسان د سېلاب څخه د تېرېدو پر مهال ډوب او مړه شوی دی.

د ځايي سرچينو د معلوماتو له مخې، د بادغيس ولايت د جوند، ابکمري او تګاب ولسوالۍ د تېرې ورځې له سخت باران وروسته د سېلابونو شاهدې وې.

سرچينه زياتوي، چې دغو سېلابونو په يادو ولسواليو کې د استوګنې څو کورونه او لسګونه جريبه کرنيزه ځمکه ويجاړه کړې ده.

د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې سختو بارانونو او سېلابونو ګڼ ځاني زيانونه اړولي دي.
https://avapress.com/vdcgny9xwak97t4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته