دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۹ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۳۴
د مطلب کود : 288869
د هرات د پنځم منار د پياوړتيا کار پيل شو
د هرات د اطلاعاتو او کلتور رياست مسوولينو د هرات ښار د پنځمې منارې د پياوړتيا د دويم پړاو د پيل خبر ورکړ.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست د تاریخي ابداتو د انجینرۍ څانګې مسوولین وايي، د آغا خان بنسټ د هرات د پنځم منار د پیاوړتیا او ساتنې چارې تر څارنې لاندې پیل کړي دي. 

د هرات د اطلاعاتو او کلتور رياست لرغونپوه ابوذر مظفري د باختر آژانس خبريال ته ويلي: د پنځمې منارې پياوړتيا په لومړي پړاو کې د اوسپنې په واسطه ساتل شوې ده او په دويم پړاو کې به دغه تاريخي ودانۍ له کوم اضافي څيز څخه پرته په خپل حال پاتې شي. 

په هرات کې د آغاخان بنسټ د کلتوري څانګې مسوول محمد داوود صادق وويل: لومړى به د زړو دېوالونو د پاکولو کار پيل شي، څو د زړو دېوالونو موقعيت معلوم شي او د پلان له مخې به د دېوالونو بيارغونه وشي. 

د يادونې وړ ده، چې د هرات د پنځم منار د پياوړتيا کار په داسې حال کې روان دى، چې دغو ودانيو د تېر کال زلزلې هم مقاومت کړى و او د پنځمې منارې هېڅ يوه ته هم نوي زيان نه دى اوښتى، چې د سقوط لامل شي.
https://avapress.com/vdcg379xyak9774.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته