افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د کندز د مرکزي زندان چارواکي وايي، چې د اسلامي امارت د رهبرۍ د حکم په اساس له دغه زندان څخه د ۷ ماشومانو او ۱۹ ښځو په ګډون ۱۴۵ بندیان خوشي شوي دي.
په ورته وخت کې د پکتیا ولایت چارواکو د ۱۱ بندیانو د خوشي کېدو او د ۱۴ نورو د بند موده کمه کړې ده.
داپه داسې حال کې ده چې تیره ورځ په هرات ولایت کې هم څه باندې ۲۰۰ بندیان خوشې شول.