افغان غږ خبری آژانس - کابل: د لغمان د اطلاعاتو او کلتور رییس عبدالنور رسولي وايي، چې دغه پېښه تېره ورځ د دغه ولایت په دولت شاه ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
د هغه په وينا، په دې پېښه کې درې تنه مړه او لس نور ټپيان شوي دي.
په تېرو څو ورځو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د ترافيکي پېښو له امله يو شمېر هېوادوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د يادونې وړ ده، چې ناقانونه سرعت، تنګ سړکونه او د موټر چلوونکو بې احتياطي په هېواد کې د ترافيکي پېښو اصلي لاملونه بلل کېږي.