کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په لغمان کې د ترافيکي پېښې له امله ١٣ تنه مړه او ټپيان شول

21 حمل 1403 ساعت 10:47

د لغمان سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۱۳ تنه مړه او ټپیان شوي دي.


آوا - کابل: د لغمان د اطلاعاتو او کلتور رییس عبدالنور رسولي وايي، چې دغه پېښه تېره ورځ د دغه ولایت په دولت شاه ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
 
د هغه په ​​وينا، په دې پېښه کې درې تنه مړه او لس نور ټپيان شوي دي.
 
په تېرو څو ورځو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د ترافيکي پېښو له امله يو شمېر هېوادوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
 
د يادونې وړ ده، چې ناقانونه سرعت، تنګ سړکونه او د موټر چلوونکو بې احتياطي په هېواد کې د ترافيکي پېښو اصلي لاملونه بلل کېږي.


د مطلب کود: 288519

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/288519/په-لغمان-کې-د-ترافيکي-پېښې-له-امله-١٣-تنه-مړه-او-ټپيان-شول

آوا
  https://www.avapress.com