دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۹ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۴۱
د مطلب کود : 288437
د کابل-کندهار پر لويه لار د دوو ترافيکي پېښو له امله پنځو تنو ته مرګ ژوبله واوښته
په زابل او غزني ولایتونو کې د اسلامي امارت سیمه ییز چارواکي خبر ورکوي، چې د کابل – کندهار پر لویه لار د دوو ترافیکي پېښو له امله پنځه تنه مړه او څلور نور ټپیان شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: له دغو پېښو څخه یوه یې نن سهار شاوخوا ۸ بجې د زابل ولایت د شهر صفا ولسوالۍ په اسحاقزو ماند سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
 
دزابل ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر وايي چې په دې پيښه کې يو فورنر ډوله مسافر وړونکي موټر له ټېلر سره ټکر کړى چې له امله يې درې تنه مړه او يو بل ټپي شوى دى.
 
د باختر آژانس د خبر له مخې يوه بله پيښه د غزني ولايت په قره باغ ولسوالۍ کې رامنځته شوه.
 
د دغه رپوټ له مخې په دې پيښه کې يوه ښځه او يو ماشوم ووژل شول او درې تنه نور ټپيان شول.
 
د کابل – کندهار پر لویه لار په دې وروستیو کې د ګڼو ترافیکي پېښو شاهده ده. دا لویه لار یو له هغو سړکونو څخه ده چې له ترافیکي پیښو ډکه وي.
 
د يادونې وړ ده، چې ناقانونه سرعت، تنګ سړکونه او د موټر چلوونکو بې احتياطي په هېواد کې د ترافيکي پېښو اصلي لاملونه بلل کېږي.
https://avapress.com/vdchx6niq23n6kd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته