کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کابل-کندهار پر لويه لار د دوو ترافيکي پېښو له امله پنځو تنو ته مرګ ژوبله واوښته

19 حمل 1403 ساعت 11:41

په زابل او غزني ولایتونو کې د اسلامي امارت سیمه ییز چارواکي خبر ورکوي، چې د کابل – کندهار پر لویه لار د دوو ترافیکي پېښو له امله پنځه تنه مړه او څلور نور ټپیان شوي دي.


آوا - کابل: له دغو پېښو څخه یوه یې نن سهار شاوخوا ۸ بجې د زابل ولایت د شهر صفا ولسوالۍ په اسحاقزو ماند سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
 
دزابل ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر وايي چې په دې پيښه کې يو فورنر ډوله مسافر وړونکي موټر له ټېلر سره ټکر کړى چې له امله يې درې تنه مړه او يو بل ټپي شوى دى.
 
د باختر آژانس د خبر له مخې يوه بله پيښه د غزني ولايت په قره باغ ولسوالۍ کې رامنځته شوه.
 
د دغه رپوټ له مخې په دې پيښه کې يوه ښځه او يو ماشوم ووژل شول او درې تنه نور ټپيان شول.
 
د کابل – کندهار پر لویه لار په دې وروستیو کې د ګڼو ترافیکي پېښو شاهده ده. دا لویه لار یو له هغو سړکونو څخه ده چې له ترافیکي پیښو ډکه وي.
 
د يادونې وړ ده، چې ناقانونه سرعت، تنګ سړکونه او د موټر چلوونکو بې احتياطي په هېواد کې د ترافيکي پېښو اصلي لاملونه بلل کېږي.


د مطلب کود: 288437

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/288437/د-کابل-کندهار-پر-لويه-لار-دوو-ترافيکي-پېښو-له-امله-پنځو-تنو-ته-مرګ-ژوبله-واوښته

آوا
  https://www.avapress.com