افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د ترکیې د یو شمیر خیریه موسسو له مسؤلینو او استازو سره وکتل.
په دې کتنه کې د یادو بنسټونو مسوولینو د اسلامي امارت له همکارۍ مننه وکړه او ویې ویل چې د دولتي ادارو سره په همغږۍ د جوماتونو او ښوونځیو په جوړولو، بې کوره ښځو ته د کار د زمینې برابرولو، د کوکنارو د بدیل کښت په برخه کې له افغانانو سره مرسته کوي.
په همدې حال کې په دې کتنه کې د رئیس الوزرا سياسي مرستيال په هېواد کې د ترکيې د خيريه موسسو د فعاليتونو قدرداني وکړه او له هغوى سره يې د هر اړخيزو همکاريو ډاډ ورکړ او ويې ويل چې په افغانستان کې د امنيت په تامينولو سره ښه زمينه برابره شوې ده.