افغان غږ خبری آژانس: د غزې د روغتیا وزارت اعلان کړی چې د اکتوبر له اوومې نیټې راهیسې په غزه کې د شهیدانو شمیر ۳۲ زره ۳۳۳ او د زخمیانو شمیر ۷۴ زره ۶۹۴ تنو ته رسیدلی دی.
دغه وزارت اعلان وکړ چې صهیونیسټی رژیم په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې په غزې تړانګه کښې ۱۱ حملې کړې چې په نتیجه کښې یې ۱۰۷ کسان شهیدان او ۱۷۶ نور ژوبل شول.
په عین حال کښې فلسطیني سرچینو اعلان وکړ چې د غزې د تړانګې په جنوب کښې د رفح په ښار کښې د څو استوګنیزو ودانیو په بمبارولو سره د صهیونیسټانو د جنایت په نتیجه کښې د فلسطینیانو د شهیدانو شمیر ۳۴ تنو ته رسیدلی او په لسګونو نور ژوبل شوي دي.