افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد وايي، چې د اسلامي امارت ډیپلوماسۍ اغیزمنه ده او سیمه د افغانستان اهمیت درک کړې دي.
د ملي ټلویزیون د راپور له مخې، ذبیح الله مجاهد همداراز ویلي: له افغانستانه پلاوي بهر ته سفرونه کوي او د بېلابېلو مسایلو په اړه غونډې کوي.
د هغه د وینا پر بنسټ، هېوادونه په دې پوه شوي چې له افغانستان سره تعامل یوازینۍ ګټوره لار ده.
د اسلامي امارت د ویاند په وینا له افغانستان څخه د ځینو هیوادونو واټن د دوی په پالیسي کې یوه ستونزه په ګوته کوي.
ښاغلي مجاهد په ادامه کې زیاته کړه چې اسلامي امارت له هېوادونو سره په خپلو اړیکو کې کومه ستونزه نه لري او غواړي له ټولو هېوادونو سره ډیپلوماټیکې اړیکې جوړې کړي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې افغانستان ته د بېلابېلو هېوادونو د چارواکو حضور او سفرونه زیات شوي دي.