دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۵ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۲۶
د مطلب کود : 297401
ذبیح الله مجاهد د ملګرو ملتونو له خوا د اسلامي امارت د محدودیتونو پر لرې کولو ټینګار
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد له ملګرو ملتونو غوښتي چې خپل دریځ بدل کړي چې له امله یې اسلامي امارت د دغه سازمان په غونډو کې ګډون نه کوي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په اړه ویلي چې د شته ستونزو یوازینۍ حل خبرې اترې دي او ملګري ملتونه باید په دې برخه کې خپل مسوولیت ادا کړي.
 
د باختر اژانس د خبر له مخې، هغه زياته کړه چې ملګري ملتونه بايد خپل هغه دريځ پرېږدي چې پر بنسټ يې افغانستان ته په دا ډول غونډو کې د ګډون اجازه نه ورکوي.
 
هغه دا هم وویل چې "افغانان" له نړۍ سره ښه تعامل غواړي.
 
ښاغلي مجاهد همداراز زیاته کړه چې افغانستان غواړي د بریکس په غونډه کې له ګډون سره د افغانستان پر اقتصادي مسایلو له نورو هېوادونو سره خبرې وکړي.
 
څو ورځې وړاندې د قطر په پلازمینه دوحه کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې غونډې ته د سرپرست حکومت د استازو په نه بلنه نیوکه وکړه او ویې ویل چې دا د امریکا د سیاست خلاف کار دی. 
https://avapress.net/vdciuyarzt1a352.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته