دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۵ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۶:۰۲
د مطلب کود : 297436
اسلامي امارت په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو تورونه ردوي
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال وویل، د ځینو هیوادونو او سازمانونو له خوا د افغانستان پر حکومت د بشري حقونو د نقض او جنسي تبعیض تورونه ناسم دي او اسلامي امارت یې په کلکه ردوي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د ویاند مرستیال احمدالله فطرت د پنجشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د ځینو هیوادونو او سازمانونو له خوا پر اسلامي امارت د بشري حقونو د سرغړونو او جنسي تبعیض تور لګول ناسم کار دی اسلامي امارت یې په کلکه ردوي.
 
فطرت وويل، په افغانستان کې د ښځو حقونه د پخوا په پرتله خوندي دي او هيڅ ډول تبعيض نه لري.
 
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال زیاته کړه، چې له بده مرغه د یو څو ښځو لخوا د ناسمو معلوماتو په اساس د افغانستان پر ضد د تبلیغاتو او د هیواد د وضعیت د خرابولو هڅې روانې دي.
 
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې یو شمېر نړیوالو سازمانونو اسلامي امارت په افغانستان کې له بشري حقونو څخه په سرغړونو تورن کړی دی.
https://avapress.net/vdcgwu9x3ak9yt4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته