افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د فاریاب ولایت د مرکز میمنې ښاروالۍ مسوولین وايي، دې ادارې تیر کال له ثابتو او غیر ثابتو سرچینو څخه ۱۰۴۲۹۹۹۷۹ افغانۍ عواید راټول کړي او خزانې ته یې سپارلي دي.
د باختر آژانس د خبر له مخې: د دوى په وينا، د دې رياست عوايد د تيرو کلونو په پرتله زيات شوي دي.
د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو مياشتو کې بېلابېلو څانګو د خپلو يو کلنو کړنو راپورونه له رسنيو سره شريک کړي دي.