افغان غږ خبری آژانس: په کابل کې د افغانستان قونسلګرۍ په ایکس پاڼه کې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې نیول شوي کسان د پنځو کورنیو غړي دي چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي.
د دغې قونسلګرۍ د اعلامیې له مخې دغه کسان د پاکستان د «رینجرز» ځواکونو له خوا له کوم معقول دلیل پرته نیول شوي او د سند ایالت په ګوټکي ولسوالۍ کې پولیسو ته سپارل شوي دي.
په کراچۍ کې دعراق قونسلګرۍ ويلي دغه کسان په داسې حال کې نيول شوي چې له پاکستان څخه افغانستان ته روان وو.
په همدې حال کې پاکستان په دې وروستیو کې له اسنادو پرته له افغانستانه د کډوالو او پناه غوښتونکو د ایستلو دویم پړاو پیل کړی دی.