افغان غږ خبری آژانس - کابل: په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام دغه موضوع نن (شنبه، ۸ ثور) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان کړې ده.
د دغه بنسټ د معلوماتو له مخې، دغه مرستې د امريکا، جاپان، کاناډا، فنلنډ او سويډن هېوادونو په مالي مرسته برابرېږي.
ملګرو ملتونو تر دې مخکې اعلان کړی و چې سږ کال به په افغانستان کې ۲۳.۷ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا ولري.
د دغه سازمان په وینا، په افغانستان کې به شاوخوا ۱۵،۸ میلیونه وګړي د خوراکي توکو د نه خوندیتوب له بحران او بېړنۍ کچې سره مخ شي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر د دغو خلکو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره د ۳.۰۶ میلیارد ډالرو مرستې غوښتنه کړې وه.