افغان غږ خبری آژانس - کابل: په افغانستان کې د اروپایی اتحادیې د دفتر مشرې رافیله ادیس په اکس پاڼه کې لیکلی چې دغه مرستې اړمنو خدمتونو ته د راستنیدونکو د لاس رسی او د هغوی او د هغوی د کوربه ټولنو د خوندیتوب سبب کیږی.
اروپايي ټولنې ویلي چې په هغه تړون کې چې د مهاجرت له نړیوال سازمان سره یې په دې برخه کې لاسلیک کړی، د ښځو او نجونو اړتیاوو ته ځانګړې پاملرنه شوې ده.
د اروپايي ټولنې په خبرپاڼه کې راغلي چې د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ او ۲۰۲۴ کال د اپریل تر منځ له پاکستان او ایران څخه تر ۱.۵ میلیون ډېر کسان افغانستان ته راستانه شوي او «هغه څه چې د هېواد په پولو کې د بشري اضطراري حالت په توګه پیل شوي، په ټول هېواد کې د کوربه ټولنو په کړکېچ بدل شوي دي.
اروپايي اتحادیې زیاته کړه چې له راستنیدونکو سره د افغانانو د "لوی پیوستون" سره سره، د لوی شمیر مهاجرینو او پناه غوښتونکو بیرته راستنیدو کمو سرچینو ته د لاسرسي خطر زیات کړی دی.
د اروپايي اتحاديې د اعلاميې له مخې، د مهاجرت نړيوال سازمان د دغې اتحاديې په مرسته د راستنېدونکو پر وړاندې شته ننګونو ته رسيدګي کوي او هغوى ته د روغتيا، ښوونې او روزنې او حرفوي زده کړو خدمات وړاندې کوي.
دا مرستې په داسې حال کې کېږي چې پاکستان په دې وروستیو کې له افغانستانه د اسنادو پرته د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو د ایستلو دویم پړاو پیل کړی دی.
د بښنې نړیوال سازمان ویلي چې د دې پړاو پیل به د څه باندې ۸۰۰ زره افغان کډوالو او پناه غوښتونکو ژوند له خطر سره مخامخ کړي.