کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په غزه کې د شهیدانو شمیر ۳۲ زره او ۳۳۳ تنو ته ورسید

7 حمل 1403 ساعت 10:19

د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د اکتوبر له اوومې راهیسې په غزه کې د شهیدانو شمېر ۳۲ زره ۳۳۳ او د زخمیانو شمېر ۷۴ زره ۶۹۴ ته رسېدلی دی.


آوا: د غزې د روغتیا وزارت اعلان کړی چې د اکتوبر له اوومې نیټې راهیسې په غزه کې د شهیدانو شمیر ۳۲ زره ۳۳۳ او د زخمیانو شمیر ۷۴ زره ۶۹۴ تنو ته رسیدلی دی.

دغه وزارت اعلان وکړ چې صهیونیسټی رژیم په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې په غزې تړانګه کښې ۱۱ حملې کړې چې په نتیجه کښې یې ۱۰۷ کسان شهیدان او ۱۷۶ نور ژوبل شول.

په عین حال کښې فلسطیني سرچینو اعلان وکړ چې د غزې د تړانګې په جنوب کښې د رفح په ښار کښې د څو استوګنیزو ودانیو په بمبارولو سره د صهیونیسټانو د جنایت په نتیجه کښې د فلسطینیانو د شهیدانو شمیر ۳۴ تنو ته رسیدلی او په لسګونو نور ژوبل شوي دي.


د مطلب کود: 287863

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/287863/په-غزه-کې-د-شهیدانو-شمیر-۳۲-زره-او-۳۳۳-تنو-ته-ورسید

آوا
  https://www.avapress.com