دخپریدو نیټه :جمعه ۳ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۵۶
د مطلب کود : 287699
په فاریاب او هرات کې سیلابونه یو کس وژلي او ۶۵ کورونه يي ویجاړ کړي
د فاریاب او هرات ولایتونو چارواکي وايي، په دغو ولایتونو کې د سېلابونو له امله کس وژل شوي او ۶۵ کورونه ویجاړ شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د فاریاب د والي ویاند عصمت الله مرادي د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۲مه) وویل چې په دغه ولایت کې بارانونو او سیلابونو ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
 
په هرات کې سیمه ییزې سرچینې هم تاییدوي چې په دغه ولایت کې اورښتونو مالي زیانونه اړولي دي.
 
په همدې حال کې په بادغیس کې هم سیلابونو یو کس وژلی او تر سلو زیات د استوګنې کورونه یې ویجاړ کړي دي.
 
په همدې حال کې د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د واورې، باران، تندر او سېلابونو د احتمال خبرداری ورکړی دی.
https://avapress.com/vdcgyu9xyak9734.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته