کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په فاریاب او هرات کې سیلابونه یو کس وژلي او ۶۵ کورونه يي ویجاړ کړي

3 حمل 1403 ساعت 11:56

د فاریاب او هرات ولایتونو چارواکي وايي، په دغو ولایتونو کې د سېلابونو له امله کس وژل شوي او ۶۵ کورونه ویجاړ شوي دي.


آوا - کابل: د فاریاب د والي ویاند عصمت الله مرادي د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۲مه) وویل چې په دغه ولایت کې بارانونو او سیلابونو ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
 
په هرات کې سیمه ییزې سرچینې هم تاییدوي چې په دغه ولایت کې اورښتونو مالي زیانونه اړولي دي.
 
په همدې حال کې په بادغیس کې هم سیلابونو یو کس وژلی او تر سلو زیات د استوګنې کورونه یې ویجاړ کړي دي.
 
په همدې حال کې د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د واورې، باران، تندر او سېلابونو د احتمال خبرداری ورکړی دی.


د مطلب کود: 287699

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/287699/په-فاریاب-او-هرات-کې-سیلابونه-یو-کس-وژلي-۶۵-کورونه-يي-ویجاړ-کړي

آوا
  https://www.avapress.com