افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کندهار ښار د «نوی کابل بانک» په څانګه کې چاودنه شوې چې له امله یې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د عیني شاهدانو په وینا، چاودنه هغه مهال وشوه چې د مختلفو ادارو کارکوونکي د "نیو کابل بانک" دفتر ته د خپلو معاشونو اخیستو لپاره روان وو.
تر اوسه د دې چاودنې او د مرګ ژوبلې د کره شمېر په اړه کره معلومات نشته، خو سرچينې وايي، چې د دې چاودنې ټپيان و "ميرويس" روغتون ته لېږدول شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د کندهار پخواني امنیه قومندانۍ ته څېرمه چاودنه تایید کړه او ویې ویل چې په اړه یې پلټنې پیل شوې دي.