کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کندهار په نوي کابل بانک کې چاودنه شوې

2 حمل 1403 ساعت 10:23

نن سهار شاوخوا ۸ بجې د کندهار ښار په لومړۍ امنیتي حوزه په نوی کابل بانک کې چاودنه شوي.


آوا - کابل: د کندهار ښار د «نوی کابل بانک» په څانګه کې چاودنه شوې چې له امله یې مرګ ژوبله اوښتې ده.
 
د عیني شاهدانو په وینا، چاودنه هغه مهال وشوه چې د مختلفو ادارو کارکوونکي د "نیو کابل بانک" دفتر ته د خپلو معاشونو اخیستو لپاره روان وو.
 
تر اوسه د دې چاودنې او د مرګ ژوبلې د کره شمېر په اړه کره معلومات نشته، خو سرچينې وايي، چې د دې چاودنې ټپيان و "ميرويس" روغتون ته لېږدول شوي دي.
 
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د کندهار پخواني امنیه قومندانۍ ته څېرمه چاودنه تایید کړه او ویې ویل چې په اړه یې پلټنې پیل شوې دي.


د مطلب کود: 287673

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/287673/د-کندهار-په-نوي-کابل-بانک-کې-چاودنه-شوې

آوا
  https://www.avapress.com