دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۸ حوت ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۵۶
د مطلب کود : 287541
د حج او اوقافو وزارت سرپرست د ازبکستان له ستر مفتي سره وکتل
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست مولوي نورمحمد ثاقب ازبکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د مسلمانانو د ادارې له رئیس مفتي نورالدین خالق نظر سره وکتل او د علماوو ترمنځ یې د اړیکو پر پراختیا او ښه والي خبرې وکړې. 
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست نور محمد ثاقب ازبکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د مسلمانانو د ادارې له رئیس مفتی نورالدین خالق نظر سره وکتل.

د ملي تلويزيون د خبر له مخې، په دې کتنه کې دواړو لورو له افغانستان سره د نږدې همکاريو په ځانګړي ډول د حج او اوقافو وزارت او د دواړو هېوادونو د علماوو ترمنځ د اړيکو پر پراختيا او ښه والي خبرې وکړې. 

باید وویل شي، چې تېره ورځ د حج او اوقافو سرپرست وزیر د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ ازبکستان ته سفر کړی و.
https://avapress.com/vdcc0mqis2bq4p8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته