کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د حج او اوقافو وزارت سرپرست د ازبکستان له ستر مفتي سره وکتل

28 حوت 1402 ساعت 10:56

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست مولوي نورمحمد ثاقب ازبکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د مسلمانانو د ادارې له رئیس مفتي نورالدین خالق نظر سره وکتل او د علماوو ترمنځ یې د اړیکو پر پراختیا او ښه والي خبرې وکړې. 


آوا - کابل: د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست نور محمد ثاقب ازبکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د مسلمانانو د ادارې له رئیس مفتی نورالدین خالق نظر سره وکتل.

د ملي تلويزيون د خبر له مخې، په دې کتنه کې دواړو لورو له افغانستان سره د نږدې همکاريو په ځانګړي ډول د حج او اوقافو وزارت او د دواړو هېوادونو د علماوو ترمنځ د اړيکو پر پراختيا او ښه والي خبرې وکړې. 

باید وویل شي، چې تېره ورځ د حج او اوقافو سرپرست وزیر د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ ازبکستان ته سفر کړی و.


د مطلب کود: 287541

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/287541/د-حج-او-اوقافو-وزارت-سرپرست-ازبکستان-له-ستر-مفتي-سره-وکتل

آوا
  https://www.avapress.com