افغان غږ خبری آژانس - کابل: د دغې کمیټې مشر اندریس سټیفنسن اعلان وکړ چې په ستاکهولم ښار کې د قرآن کریم له بې حرمتی وروسته اسلامی امارت په افغانستان کې د دغې کمیټې د فعالیت اجازه لغوه کړه او د دغه کمیټې د فعالیتونو مخه یې ونیوله.
نوموړي له «راډیو سویډن» سره په خبرو کې زیاته کړه: یو فعالیت چې جواز نه لري، ډېر خطرونه لري. په ستاکهولم کې د قرانکریم له سوځولو راهیسې د سویډن کمیټې په څو ځایونو کې مرستو ته دوام ورکړی، خو اوس د اسلامي امارت له لوري قوي پیغامونه ترلاسه شوي دي.
د يادونې وړ ده، چې سرپرست حکومت د روان کال په اسد مياشت کې اعلان وکړ، چې په افغانستان کې د سويډن کمېټې ټول فعاليتونه د حکومت له لوري د قران کريم د سپکاوي له امله ودرول شول.