کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې خپل فعالیتونه ودرول

28 حوت 1402 ساعت 10:51

د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې مشر وویل چې د اسلامي امارت له لوري د دغه سازمان د جواز لغوه کیدو له امله په افغانستان کې د دغه سازمان ټول فعالیتونه په ټپه دریدلي دي.


آوا - کابل: د دغې کمیټې مشر اندریس سټیفنسن اعلان وکړ چې په ستاکهولم ښار کې د قرآن کریم له بې حرمتی وروسته اسلامی امارت په افغانستان کې د دغې کمیټې د فعالیت اجازه لغوه کړه او د دغه کمیټې د فعالیتونو مخه یې ونیوله.

نوموړي له «راډیو سویډن» سره په خبرو کې زیاته کړه: یو فعالیت چې جواز نه لري، ډېر خطرونه لري. په ستاکهولم کې د قرانکریم له سوځولو راهیسې د سویډن کمیټې په څو ځایونو کې مرستو ته دوام ورکړی، خو اوس د اسلامي امارت له لوري قوي پیغامونه ترلاسه شوي دي.

د يادونې وړ ده، چې سرپرست حکومت د روان کال په اسد مياشت کې اعلان وکړ، چې په افغانستان کې د سويډن کمېټې ټول فعاليتونه د حکومت له لوري د قران کريم د سپکاوي له امله ودرول شول.


د مطلب کود: 287539

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/287539/د-افغانستان-لپاره-سویډن-کمیټې-خپل-فعالیتونه-ودرول

آوا
  https://www.avapress.com