دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۸ حوت ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۳۶
د مطلب کود : 287534
د سکالرشیپونو او سیاحتي تجربو په برابرولو کې له افغانستان سره د ایران همکاري
په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت فرهنګي سلاکار د اطلاعاتو او کلتور وزارت له مالیې او اداري معین سره په کتنه کې د تحصیلي بورسونو د برابرولو او د افغانستان ترمنځ د سیاحت او کلتوري تجربو د شریکولو په برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: په دې ناسته کې پر یو شمېر نورو موضوعاتو لکه د بېلابېلو نندارتونونو د جوړېدو، د ساینس او ​​ټکنالوژۍ پارکونو، لاسي صنایعو، د ګرځندوی د شهرت او داسې نورو په اړه هم خبرې او بحثونه وشول.

د ایران د اسلامی جمهوریت د کلتوری چارو سلاکار سید روح الله حسینی هم په پورتنیو برخو کښې د ملګرتیا لپاره د خپل هیواد چمتووالی اعلان کړ.

له دې مخکې په کابل کښې د ایران د اسلامی جمهوریت د سفارت کلتوری سلاکار د پروان پوهنتون د فارسی ژبې او ادبیاتو د پوهنځي له مشر سره په کتنه کښې وویل، ایران او افغانستان ډېر کلتوری او ژبنی مشترکات لری او د تاریخ او د دواړو هېوادونو کلتور په هېڅ صورت له یو بل څخه نه شي بېلېدای.
https://avapress.com/vdcexf8wejh8vni.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته