افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ترانسپورت وزارت وايي، د دغې پروژې پر بیارغونې ۶ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی او تمه ده چې ډېر ژر به عملي شي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، له ترمیم وروسته به دغه هوايي ډګر په نړیوالو معیارونو سمبال شي.
د فيض اباد هوايي ډګر مسوولين وايي، چې د دغه هوايي ډګر رن وي معياري نه و او ترميم ته اړتيا لرل.
د دې پروژې چارې شاوخوا یوه میاشت وړاندې پیل شوې وې او ټاکل شوې په راتلونکو څو ورځو کې بشپړې شي.
د فیض آباد هوايي ډګر د افغانستان د بدخشان ولایت د مرکز فیض آباد شمال لوېدیځ ته په ۳.۵ میله (۵.۶ کیلومترۍ) کې موقعیت لري او د بحر له سطحې څخه ۱۱۷۱ متره لوړوالی کې موقعیت لري.