کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د فیض آباد د هوايي ډګر د بیارغونې چارې ۹۷ سلنه بشپړې شوې

28 حوت 1402 ساعت 10:33

د اسلامي امارت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت وايي چې د بدخشان ولایت د فیض آباد د هوايي ډګر د بیارغونې چارې ۹۷ سلنه بشپړې شوي دي.


آوا - کابل: د ترانسپورت وزارت وايي، د دغې پروژې پر بیارغونې ۶ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی او تمه ده چې ډېر ژر به عملي شي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، له ترمیم وروسته به دغه هوايي ډګر په نړیوالو معیارونو سمبال شي.

د فيض اباد هوايي ډګر مسوولين وايي، چې د دغه هوايي ډګر رن وي معياري نه و او ترميم ته اړتيا لرل.

د دې پروژې چارې شاوخوا یوه میاشت وړاندې پیل شوې وې او ټاکل شوې په راتلونکو څو ورځو کې بشپړې شي.

د فیض آباد هوايي ډګر د افغانستان د بدخشان ولایت د مرکز فیض آباد شمال لوېدیځ ته په ۳.۵ میله (۵.۶ کیلومترۍ) کې موقعیت لري او د بحر له سطحې څخه ۱۱۷۱ متره لوړوالی کې موقعیت لري.


د مطلب کود: 287533

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/287533/د-فیض-آباد-هوايي-ډګر-بیارغونې-چارې-۹۷-سلنه-بشپړې-شوې

آوا
  https://www.avapress.com