دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۸ حوت ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۲۸
د مطلب کود : 287532
په سرپل ولایت کې به ډېر ژر د لویانو لپاره د سواد زده کړې کورسونه پیل شي
د سرپل ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، ډېر ژر به په دغه ولایت کې د لویانو لپاره د سواد زده کړې کورسونه په لاره واچول شي.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د سرپل ولایت مقام مرستیال ښاغلی محمد نادر حقجو په دغه ولایت کې د سواد زده کړې د روزنیزو کورسونو د پیلیدو په اړه وویل: د بې سواده او کم لوستو کسانو د پیژندلو په موخه غونډه جوړه شوه. 

هغه زیاته کړه، په ټولنه کې د بې سوادۍ پر وړاندې د مبارزې یوازینۍ لار د تعلیمي کورسونو او یا د سواد زده کړې د ټولګیو پیلول دي، نو له همدې امله دولتي چارواکي په لازمه همغږي کار کوي چې د بې سوادۍ له منځه وړلو پلانونه عملي کړي.

حقجو وويل: "د ټولنې د نارينه وو او ښځو لپاره د سواد زده کړې په کورسونو کې بايد ښوونکي هم اسلامي درسونه ووايي او زه د سرپل ولايت له خلکو او اوسېدونکو څخه غوښتنه کوم چې په دې برخه کې له وزارت او پوهنې رياست سره همکاري وکړي."

بل خوا د سرپل ولایت د پوهنې ریاست د سواد زده کړې رئیس احسان الله طلحه وايي، ډېر ژر به د دغه ولایت په مرکز کې د ۸۰۰ کسانو لپاره د سواد زده کړې ۱۶ ټولګي پرانېستل شي او خلک به د کلیو د مشرانو له لارې ور وپېژندل شي.

په ورته وخت کې د سرپل ولایت یو شمېر اوسیدونکي د سواد زده کړې د کورسونو د پیلیدو هرکلی کوي او وايي چې د سرپل ولایت د پوهنې ریاست او د سیمه ییزو ارګانونو د ادارې دا اقدام د خلکو په منځ کې د لیکلو د مهارتونو په پراخولو کې اغیزمن دی. 

د يادونې وړ ده، چې دولت د سواد زده کړې د کورسونو د غوښتونکو لپاره درسي کتابونه، کتابچي او قلمان، ټولګي او تجربه لرونکي ښوونکي ورکوي.
https://avapress.com/vdcc1mqii2bq4p8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته