افغان غږ خبری آژانس - کابل: د هوا د ککړتیا د مخنیوي او د مناسب او زرغون چاپیریال د لرلو په موخه د نیالګیو کینولو کمپاین نن یکشنبه د پروان ولایت په مرکز چاریکارو او د پنجشیر ولایت په مرکز بازارک ښار کې پیل شو.
د يادونې ده، چې د دغه کمپاين په ترڅ کې به په پنجشير کې ٣٠ زره نيالګي کېنول شي او د پروان په مرکز کې به څلور زره مېوه لرونکي او زينتي نيالګي کېنول شي.
تر دې مخکې د همدې میاشتې په ۱۵مه نېټه په کابل او د هېواد په نورو ولایتونو کې د اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له لوري د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل شوی و.