کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په پنجشیر او پروان ولایتونو کې د نیالګیو کینولو کمپاین پیل شو

27 حوت 1402 ساعت 12:08

د پنجشیر او پروان ولایتونو سیمه ییز چارواکي وايي، په دغو دوو ولایتونو کې د هوا د ککړتیا د مخنیوي او د زرغون چاپېریال د لرلو په موخه د نیالګیو اېښودلو کمپاین پیل شوی دی.


آوا - کابل: د هوا د ککړتیا د مخنیوي او د مناسب او زرغون چاپیریال د لرلو په موخه د نیالګیو کینولو کمپاین نن یکشنبه د پروان ولایت په مرکز چاریکارو او د پنجشیر ولایت په مرکز بازارک ښار کې پیل شو. 
 
د يادونې ده، چې د دغه کمپاين په ترڅ کې به په پنجشير کې ٣٠ زره نيالګي کېنول شي او د پروان په مرکز کې به څلور زره مېوه لرونکي او زينتي نيالګي کېنول شي.
 
تر دې مخکې د همدې میاشتې په ۱۵مه نېټه په کابل او د هېواد په نورو ولایتونو کې د اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له لوري د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل شوی و.


د مطلب کود: 287503

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/287503/په-پنجشیر-او-پروان-ولایتونو-کې-د-نیالګیو-کینولو-کمپاین-پیل-شو

آوا
  https://www.avapress.com