افغان غږ خبری آژانس - کابل: د هلمند ولایت د سیمه ییزو چارواکو په وینا، نن سهار وختی د کندهار - هلمند پر لویه لار د یوه ۵۸۰ مسافر وړونکی بس د تیلو له یوه ټانکر او موټرسایکل سره ټکر شوی دی.
د دوی په خبره، په دې پېښه کې ۵۸۰ موټر سوځېدلی او ګڼ شمېر سپرلۍ یې سوځېدلې دي.
بل خوا ملي تلويزيون هم دغه خبر خپور کړى او ويلي يې دي چې ټپيان د ګرشک او لښکرګاه روغتونونو ته د درملنې په موخه وړل شوي دي.
د دې پېښې لامل تر اوسه څرګند نه دی.
د موټر چلوونکو له خوا د ترافیکي قوانینو نه مراعتول او د سړکونو تنګوالی په هېواد کې د ترافیکي پېښو له عمده عواملو څخه بلل کېږي.