کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هلمند کې د ترافیکي پېښې له امله ۲۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتي

27 حوت 1402 ساعت 11:34

د لومړنیو راپورونو له مخې، د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله ۲۱ تنه مړه او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.


آوا - کابل: د هلمند ولایت د سیمه ییزو چارواکو په وینا، نن سهار وختی د کندهار - هلمند پر لویه لار د یوه ۵۸۰ مسافر وړونکی بس د تیلو له یوه ټانکر او موټرسایکل سره ټکر شوی دی.
 
د دوی په خبره، په دې پېښه کې ۵۸۰ موټر سوځېدلی او ګڼ شمېر سپرلۍ یې سوځېدلې دي.
 
بل خوا ملي تلويزيون هم دغه خبر خپور کړى او ويلي يې دي چې ټپيان د ګرشک او لښکرګاه روغتونونو ته د درملنې په موخه وړل شوي دي.
 
د دې پېښې لامل تر اوسه څرګند نه دی.
 
د موټر چلوونکو له خوا د ترافیکي قوانینو نه مراعتول او د سړکونو تنګوالی په هېواد کې د ترافیکي پېښو له عمده عواملو څخه بلل کېږي.


د مطلب کود: 287488

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/287488/هلمند-کې-د-ترافیکي-پېښې-له-امله-۲۱-تنو-ته-مرګ-ژوبله-اوښتي

آوا
  https://www.avapress.com