افغان غږ خبری آژانس: دغه وزارت زیاته کړې، اشغالګرو ځواکونو په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د غزې په تړانګه کې ۱۳ قتل عامونه ترسره کړی، چې له امله یې ۱۴۹ تنه شهیدان او ۳۰۰ نور ټپیان شوی دی.
په همدې حال کې ۳۶ کلن فلسطیني عکاس او خبریال محمد ال رفیع چې د تېرې پنجشنبې په ماښام د غزې په جنوب ختیځ کې د القطیف په چوک کې د اسرائیلي پوځیانو له خوا په ډزو وویشتل شو، د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.
د دغه خبريال په شهادت سره د اکتوبر د اوومې نېټې د جګړې له پيل څخه په غزه کې د رسنيو د شهيدانو شمېر ۱۳۴ تنو ته لوړ شو.