کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په غزه کې د شهیدانو شمیر ۳۱۴۹۰ تنو ته ورسید

27 حوت 1402 ساعت 11:10

د غزې د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د اکتوبر له اوومې نیټې راهیسې د صهیونیسټ رژیم د تیریو د قربانیانو شمیر ۳۱۴۹۰ تنه شهیدان او ۷۳۴۳۹ تنه زخمیانو ته رسیدلي.


آوا: دغه وزارت زیاته کړې، اشغالګرو ځواکونو په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د غزې په تړانګه کې ۱۳ قتل عامونه ترسره کړی، چې له امله یې ۱۴۹ تنه شهیدان او ۳۰۰ نور ټپیان شوی دی.

په همدې حال کې ۳۶ کلن فلسطیني عکاس او خبریال محمد ال رفیع چې د تېرې پنجشنبې په ماښام د غزې په جنوب ختیځ کې د القطیف په چوک کې د اسرائیلي پوځیانو له خوا په ډزو وویشتل شو، د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.

د دغه خبريال په شهادت سره د اکتوبر د اوومې نېټې د جګړې له پيل څخه په غزه کې د رسنيو د شهيدانو شمېر ۱۳۴ تنو ته لوړ شو.


د مطلب کود: 287482

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/287482/په-غزه-کې-د-شهیدانو-شمیر-۳۱۴۹۰-تنو-ته-ورسید

آوا
  https://www.avapress.com