افغان غږ خبری آژانس: د ترکیې اناتولی خبري آژانس د دغه هیواد د چارواکو له قوله ویلي، دغه شکمن کسان په ترکیه کې د فعالو اشخاصو او شرکتونو په اړه د معلوماتو په راټولولو او همدارنګه په ترکیه کې د تعقیبي وسایلو په نصبولو تورن شوي دي.
ویل کیږي چې په نیول شوو کې یو د ترکیې خصوصي جاسوس او یو پخوانی دولتي چارواکی دی. دا سړی د بلګراد، سربیا کې د موساد لخوا روزل شوی و.
په روان کال کې ترکیه په خپله خاوره کې د موساد د فعالیتونو پر ضد د ترکیې دریم لوی عملیات دي. د جنورۍ په میاشت کې ترکي چارواکو ۱۵ کسان ونیول او یوې محکمې اته تنه نور له دندو ګوښه کړل چې په هیواد کې یې د فلسطینیانو په نښه کولو لپاره له موساد سره په همکارۍ تورن کړل.
همداشان د فبرورۍ په میاشت کې ترکیې اوه تنه د پیسو په خاطر موساد ته د معلوماتو د ورکولو په تور ونیول.