افغان غږ خبری آژانس - کابل: د چارواکو په وینا، د سختې واورې ورښت او سړې هوا له امله تر دې دمه د دغه ولایت په لومړۍ حوزه کې د شاتول او سره رود ولسوالیو کې د استوګنې لس کورونه ویجاړ شوی او سلګونه څاروی له منځه تللی دی.
د پنجشېر والي اړوندو ارګانونو ته لارښوونه وکړه، چې له زيانمنو شويو کروندګرو او کورنيو سره ژر تر ژره مرستې وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې سختې واورې او سړې هوا خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.