کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په پنجشېر کې د واورې ورښت مالي زيانونه اړولي دي

13 حوت 1402 ساعت 14:50

په پنجشیر ولایت کې د اسلامي امارت سیمه ییزو چارواکو په دغه ولایت کې د سختو واورو او سړې هوا له امله د لسو استوګنو کورونو د ویجاړیدو او د سلو څارویو د له منځه تللو خبر ورکړی دی.


آوا - کابل: د چارواکو په وینا، د سختې واورې ورښت او سړې هوا له امله تر دې دمه د دغه ولایت په لومړۍ حوزه کې د شاتول او سره رود ولسوالیو کې د استوګنې لس کورونه ویجاړ شوی او سلګونه څاروی له منځه تللی دی.
 
د پنجشېر والي اړوندو ارګانونو ته لارښوونه وکړه، چې له زيانمنو شويو کروندګرو او کورنيو سره ژر تر ژره مرستې وکړي.
 
دا په داسې حال کې ده چې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې سختې واورې او سړې هوا خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.


د مطلب کود: 286841

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/286841/په-پنجشېر-کې-د-واورې-ورښت-مالي-زيانونه-اړولي-دي

آوا
  https://www.avapress.com