افغان غږ خبری آژانس - کابل: د بغلان ولایت مقام مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د بغلان والي د ملکي او نظامي ادارو مسوولینو ته امر کړی چې د احتمالي پېښې په اړه پر وخت اقدام وکړي.
مولوي عبدالرحمن حقاني دغه راز د ملي اردو له لوا او امنيه قوماندانۍ څخه وغوښتل، چې د اړتيا په صورت کې دې خپل ټول وسايل او تجهيزات چمتو کړي څو زيانمنو شويو سيمو ته ورشي.
د هېواد د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د وړاندوینې له مخې، په پام کې ده چې په راتلونکو دوو ورځو کې په بغلان کې د سختې واورې اورښت وشي.