کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بغلان کې د واورې د اورښت له امله د احتمالي زیانمنو شویو کسانو سره د مبارزې لپاره د چمتووالي امر صادر شو

12 حوت 1402 ساعت 12:17

د بغلان والي مولوي عبدالرحمن حقاني ټولو ملکي او نظامي ادارو ته امر کړی، چې د واورې د ورښت له امله د رامنځته شویو احتمالي زیانونو د مخنیوي په موخه دې چمتووالی ونیسي.


آوا - کابل: د بغلان ولایت مقام مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د بغلان والي د ملکي او نظامي ادارو مسوولینو ته امر کړی چې د احتمالي پېښې په اړه پر وخت اقدام وکړي.
 
مولوي عبدالرحمن حقاني دغه راز د ملي اردو له لوا او امنيه قوماندانۍ څخه وغوښتل، چې د اړتيا په صورت کې دې خپل ټول وسايل او تجهيزات چمتو کړي څو زيانمنو شويو سيمو ته ورشي.
 
د هېواد د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د وړاندوینې له مخې، په پام کې ده چې په راتلونکو دوو ورځو کې په بغلان کې د سختې واورې اورښت وشي.


د مطلب کود: 286768

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/286768/په-بغلان-کې-د-واورې-اورښت-له-امله-احتمالي-زیانمنو-شویو-کسانو-سره-مبارزې-لپاره-چمتووالي-امر-صادر-شو

آوا
  https://www.avapress.com