افغان غږ خبری آژانس - کابل: د خوست د امنیه قومندانۍ ویاند طاهر احرار وايي، دغه پېښه نن سهار شاوخوا ۱:۰۰ بجې د ځاځي میدان ولسوالۍ د داني په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
دا پیښه د سخت باران وروسته رامنځته شوه.
د دغو چارواکو په وينا، ټپيان د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي.
ځايي سرچينې وايي، چې د جمعې له سهار راهيسې په دغه لوري کې باران پيل شوى او په ځينو سيمو کې سيلابونه هم راغلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې له څو ورځو راهیسې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې واوره او باران روان دی.
د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت اعلان کړی، چې د هېواد په اوو ولایتونو کې د سختې واورې او یخنۍ له امله نهه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.