کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په خوست کې د یوه کور د چت د نړېدو له امله ۵ تنه مړه او ټپیان شول

12 حوت 1402 ساعت 11:18

د خوست امنیتي چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د یوه کور د چت د نړېدو له امله د یوې کورنۍ دوه غړي وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.


آوا - کابل: د خوست د امنیه قومندانۍ ویاند طاهر احرار وايي، دغه پېښه نن سهار شاوخوا ۱:۰۰ بجې د ځاځي میدان ولسوالۍ د داني په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
 
دا پیښه د سخت باران وروسته رامنځته شوه.
 
د دغو چارواکو په وينا، ټپيان د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي.
 
ځايي سرچينې وايي، چې د جمعې له سهار راهيسې په دغه لوري کې باران پيل شوى او په ځينو سيمو کې سيلابونه هم راغلي دي.
 
دا په داسې حال کې ده چې له څو ورځو راهیسې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې واوره او باران روان دی.
 
د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت اعلان کړی، چې د هېواد په اوو ولایتونو کې د سختې واورې او یخنۍ له امله نهه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.


د مطلب کود: 286759

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/286759/په-خوست-کې-د-یوه-کور-چت-نړېدو-له-امله-۵-تنه-مړه-او-ټپیان-شول

آوا
  https://www.avapress.com