افغان غږ خبری آژانس: د فاریاب د والي ویاند عصمت الله مرادي فاریابي رسنیو ته ویلي، چې د دغه ولایت په قیصار، قرمقل، پشتون کوټ او خواجه سبزپوش ولسوالیو کې دغه شمېر څاروي له منځه تللي دي.
د فارياب د والي وياند زياته کړه، چې په دغه ولايت کې د واورې ښويېدنې له زيانمنو سره د مرستې په موخه بېړنۍ غونډه جوړه شوې وه.
په همدې حال کې ویل کېږي چې په بادغیس ولایت کې هم د یخنۍ له امله سلګونه څاروي مړه شوي دي.