کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په فاریاب کې د یخنۍ له امله تر زرو زیات څاروي له منځه تللي دي

11 حوت 1402 ساعت 12:43

د فاریاب سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د سختې واورې ورېدو او سړې هوا له امله تر ۱۰۰۰ ډېر څاروي مړه شوي دي.


آوا: د فاریاب د والي ویاند عصمت الله مرادي فاریابي رسنیو ته ویلي، چې د دغه ولایت په قیصار، قرمقل، پشتون کوټ او خواجه سبزپوش ولسوالیو کې دغه شمېر څاروي له منځه تللي دي. 
 
د فارياب د والي وياند زياته کړه، چې په دغه ولايت کې د واورې ښويېدنې له زيانمنو سره د مرستې په موخه بېړنۍ غونډه جوړه شوې وه.
 
په همدې حال کې ویل کېږي چې په بادغیس ولایت کې هم د یخنۍ له امله سلګونه څاروي مړه شوي دي.


د مطلب کود: 286736

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/286736/په-فاریاب-کې-د-یخنۍ-له-امله-تر-زرو-زیات-څاروي-منځه-تللي-دي

آوا
  https://www.avapress.com