افغان غږ خبری آژانس - کابل: په بادغیس ولایت کې سیمه ییزې سرچینې وایی چې په دغه ولایت کې د سختې واورې اورښت او سړې هوا له امله شاوخوا ۶۰۰ څاروی له منځه تللی دی.
سرچينې د چهارشنبې په ورځ (حوت ٩) خبر ورکړ چې دغه شمېر څاروي د دغه ولايت په تکاب عالم ولسوالۍ کې لمنځه تللی دي.
د سرچینې په وینا، د زیاتې واورې د اورښت او د باغیس په لرې پرتو ولسوالیو کې د خلکو له سختو حالاتو سره سم، اسلامي امارت بیړنۍ غونډه وکړه او له مرستندویه ادارو یې د مرستې غوښتنه وکړه.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دغه ولايت کې د واورې اورښت دوام لري.
دا په داسې حال کې ده، چې له څو ورځو راهيسې د دې ولايت له مرکز سره د ولسواليو ډېرى ترانسپورتي لارې د واورې ورېدو له امله د ترافيکو پر مخ تړل شوې دي.