کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

بادغیس کې د واورو له امله ۶۰۰ څاروي له منځه تللي

10 حوت 1402 ساعت 12:22

په بادغیس ولایت کې سیمه ییزې سرچینې وايي، په دغه ولایت کې د سختې واورې ورېدو او سړې هوا له امله شاوخوا ۶۰۰ څاروي له منځه تللي دي.


آوا - کابل: په بادغیس ولایت کې سیمه ییزې سرچینې وایی چې په دغه ولایت کې د سختې واورې اورښت او سړې هوا له امله شاوخوا ۶۰۰ څاروی له منځه تللی دی.
 
سرچينې د چهارشنبې په ورځ (حوت ٩) خبر ورکړ چې دغه شمېر څاروي د دغه ولايت په تکاب عالم ولسوالۍ کې لمنځه تللی دي.
 
د سرچینې په وینا، د زیاتې واورې د اورښت او د باغیس په لرې پرتو ولسوالیو کې د خلکو له سختو حالاتو سره سم، اسلامي امارت بیړنۍ غونډه وکړه او له مرستندویه ادارو یې د مرستې غوښتنه وکړه.
 
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دغه ولايت کې د واورې اورښت دوام لري.
 
دا په داسې حال کې ده، چې له څو ورځو راهيسې د دې ولايت له مرکز سره د ولسواليو ډېرى ترانسپورتي لارې د واورې ورېدو له امله د ترافيکو پر مخ تړل شوې دي.


د مطلب کود: 286687

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/286687/بادغیس-کې-د-واورو-له-امله-۶۰۰-څاروي-منځه-تللي

آوا
  https://www.avapress.com